
په ۲۰۲۵ز کې د افغانستان بشري وضعیت لا هم د نړۍ تر ټولو سختو حالتونو څخه وو، چې مېلیونونه خلک یې د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ وو. اقتصادي سختیو، پراخې بېوزلۍ او د تېرو څو لسیزو جگړو د خلکو د پیاوړتیا مقاومت وړتیا لا پسې زیانمنه کړېوه، او ورسره هممهاله د اقلیمي بدلونونو اړوند پېښو لکه وچکالیو، سېلابونو او زلزلو خلکو لا زیان واړوه. د خوړو نه خوندیتوب، روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی، او د پاکو اوبو او حفظالصحې د خدمتونو کمښت د هېواد په ډېرو سیمو کې دوام درلود. له همدې امله، د نفوس یوه پراخه برخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر بشري مرستو متکي پاتې شوې، چې دا د دوامدارو، اصولي او پر وخت بشري اقداماتو د بیړنۍ اړتیا څرگندونه کوي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان په کچه د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هلې-ځلې جاري وساتلې. آی سي آر سي د اساسي روغتیایي خدمتونو څخه ملاتړ وکړ، د معلولیت لرونکو وگړیو لپاره یې د فزیکي بیا رغونې خدمات وړاندې کړل، زیانمنو کورنیو سره یې د عاید او کاروبار په رغېدا کې مرسته وکړه، او پاکو اوبو، حفظالصحې او دوامداره انرژۍ ته یې لاسرسی ښه او اسانه کړ. همدارنگه، موږ په منظم ډول د توقیفځایونو څخه لیدنې جاري ساتلې تر څو د بندیانو د ژوند شرایط ښه کړو او د هغوی د انساني درملنې او حقوقو درناوي تضمین کړو.
څرنگه چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د جگړې د ناچاوده توکو له امله په پراخه کچه ککړ شوی، زموږ ټیمونو د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره له نږدې کار وکړ تر څو په ټولنو کې د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي او پهدې برخه کې د خوندي چلن لارې-چارې ترویج وکړي، چې په ټوله کې یې موخه د پېښو کمول او د خلکو د ژوند ژغورل دي.
په ۲۰۲۵ز کې د زموږ د فعالیتونو څرگند اغېز ته یوه لنډه کتنه:
– ۱,۲۶۸,۳۴۳ ناروغان (۶۴٪ مېرمنې او ماشومان) د افغانې سرې میاشتې ټولنې په ۴۷ روغتیایي مرکزونو کې چې د آی سي ار سي لخوا یې ملاتړ کېږي، لومړني روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړل.
– ۳۳۷,۷۸۸ د معیاري واکسین ډوزونه تطبیق شول، او ۹,۰۶۹ خوارځواکه ماشومانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تغذیې له پروگرام څخه برخمن شول.
– ۲۱۸,۸۲۴ ناروغان (۳۵٪ مېرمنې او نجونې) په ۷ فزیکي بیا رغونې مرکزونو کې چې د آی سي آر سي لخوا یې ملاتړ کېږي، مرسته ترلاسه کړه.
– ۳۲,۹۰۵ پروتیزس اورتوسس جوړ شول، او د فزیوتراپۍ ۳۵۳,۶۶۶ غونډې ترسره شوې.
– ۱۲۰,۰۲۴ کسانو د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره څو موخیزه نغدي مرسته ترلاسه کړه.
– ۱۰۷,۹۹۲ بزگرانو ته د خوړو د تولید لوړولو په موخه (د کرنې له لارې) نغدي مرسته ورکړل شوه.
– شاوخوا ۱۷,۰۰۰ کسانو د برېښنا د ښه شوې عرضې څخه گټه واخیسته.
– په ښارونو کې په ځانگړې توگه په چاريکار، فیضآباد، هرات، جلالآباد، کابل، کندهار، کندز، مزار او شینډنډ کې د ۷۷۵,۰۰۰ څخه زیاتو وگړیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
– د نادرکه کسانو ۱۱۵ قضیې حل شوې او د هغوی د ځای معلومولو پروسه بشپړه شوه.
– ۲۱۰,۵۸۳ کسان (۱۳۰,۷۴۲ ماشومان، ۴۱,۸۵۱ نارینه او ۳۷,۹۹۰ مېرمنې) چې په شپږو هغه زونونو کې چې په ناچاوده توکو ککړ وو ژوند کاوه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو له خوا د خطر پوهاوي او خوندي چلن روزنه ترلاسه کړه.
د بشپړو جزیاتو لپاره، لاندې سند ته مراجعه وکړئ.
